ورزش

دآسيا دجنوب دفوټبال په سياليو کې دهيواد دملي ټيم وروستى برياليتوب دفيفا په جدول کې دافغانستان ځاى پياوړى کړ.

کابل   باختر د وږې دمياشتې ٢٢
دآسيا دجنوب دفوټبال په سياليو کې دهيواد دملي ټيم  وروستى برياليتوب دفيفا په جدول کې دافغانستان ځاى  پياوړى کړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې :   فيفا په وروستۍ نظر سنجونه کې چې د هغه په انترنټ  پاڼه کې خپره شوې ده  افغانستان له ١٣٩ شميريې څخه ١٣٢ شميريې ته لوړ شوى دى او په دې ډول افغانستان دفيفا له خوا اوه  امتيازونه ترلاسه کړي دي . افغانستان دغه راز دآسيايي هيوادونو ترمنځ په نوولسم ځاى کې و و په داسې حال کې چې مخکې له دې افغانستان دآسيايي هيوادونو ترمنځ په  يوويشتمه شميره کې  و خو افغانستان د آسيايي هيوادونو ترمنځ لومړى مقام لري .
دآسيا دجنوب  دهيوادونو  ترمنځ د فوټبال وروستۍ سياليو له نيپال پرته ددغې حوزې  نورو هيوادونو خپل ځاى او امتياز له  لاسه ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته