کابل باختر دوږي لومړي :
دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون ډير ژر ددغې څانګې درې تنه ورزشکارې نجونې دورزشي زده کړو په مقصد جنوبي کوريا ته استوي .
دالمپيک دملي کميټې دبايسکل ځغلولو فدراسيون رييس محمد صادق صادقي نن باختراژانس ته خبر ورکړ. ټاکل شوې ده دغه ورزشکارانې دجنوبي کوريا په يوه ورزشي کمپ کې ديوې مياشتې لپاره اساسي تمرينونه ترسره کړي چې دسيف ګيم په سياليو کې دګډون لپاره چې ټاکل شوې ده په هند کې ترسره شي لازم تياري ولري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ