امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٢٩
دوو تنو وسله والو طالبانو چې دماين دښخولو نيت يې درلود په ميمنې ښارکې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول.
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ يو تن مسوول باختر آژانس ته وويل :دغو کسانو هغه وخت دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول چې دميمنې ښار په يو واټ کې دماين په ښخولو بوخت و.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې :دسيمې خلکو پوليسو ته خبر ورکړى و چې دوه تنه په سيمه کې دماين دښخولو نيت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته