ټولنه

د شهیدانو د درنښت فرهنګ

-کابل/ د وږي ۱۷مه/ باختر
دا اوونۍ د شهیدانو اوونۍ نومول شوېده او په کابل او نورو سیمو کې د شهیدانو اوونۍ په پرتمینو مراسمو سره نمانځل کېږي. له بده مرغه په تېرو کلونو کې د شهیدانو اوونۍ د نمانځنې په مراسمو کې تل ستونزې پېښې شوي دي، د کابل امنیت ګډوډ شوی دی، ډزې شوي دي او ښاریانو ته سرخوږی پيدا شوی دی. دا بېلګې جوتوي چې د شهیدانو په یاد د درنښت مراسمود تر سره کولو په اړه سم درک او پوهه نشته.
د باخترآژانس مفسردا موضوع څېړلې ده او لیکي:
ټول هغه شهیدان چې  د هېواد د آزادۍ، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي واکمنۍ په دفاع کې يې خپل سرونه نذرانه کړي دي او سرښندنې یې کړي دي، پر موږ ټولوحق لري، موږ باید دهغوی یاد تل ژوندی وساتو، درنښت یې وکړو او د هغوی رښتینې لاره تعقیب کړو. همدارنګه د هغوی د کورنیو لاسنیوی وکړو، بچیانو ته یې د زده کړو شرایط او د ژوندانه اسانتیاوې برابرې کړو. همدارنګه کله چې موږ د یو شهید یاد ژوندی کوو او د هغه په درنښت غونډې جوړوو، نو اصلي پام باید د هغه شهید ارامانونو ته واړول شي، د هغه تګلارو ته واړول شي.
له بده مرغه له څو کلونو راهیسې د شهیدانو اوونۍ د  درنښت مراسم له خپل اصلي او اصولي تګلوري اوښتي دي او داسې افراطي بڼه یې غوره کړېده چې د عامه امنیت د ګډوډېدو سبب کېږي. په ښارونو کې وسله وال مارشونه، د موټرو کاروانونه چې په کې سپاره وسله وال د ښارپه کوڅو او واټونو کې ګرځي او ترې هوایي ډزې کوي. له بده مرغه هر کال زموږ یو شمېر هېوادوال په دغو ډزو کې ټپي کېږي او یا هم وژل کېږي او په ښار کې ډار او وحشت خپرېږي.
پوښتنه دا ده چې آیا دغه راز وسله وال مارشونه د شهیدانو له یاد او درنښت سره کوم تړاو لري؟ ځواب روښانه دی او هغه دا چې دغه راز مارشونه او هوایي ډزې او د خلکو ډارول د شهیدانو له یاد او درنښت سره هېڅ تړاو نه لري. داسې ښکاري چې یوشمېر کړۍ، چې د پردې تر شاناستې دي، غواړي د شهیدانو له اوونۍ ناوړه ګټه واخلي او خپل زور نورو ته ننداره کړي. داهغه کړۍ دي چې پر ټوپک او زور باور لري اوله دې لارې غواړي خپلو کرغېړنو هیلو او ارمانونو ته ورسېږي، دا هغه کړۍ دي چې تل یې ټوپک کارولی دی او اوس هم پرېمانه وسلې لري.
دغه راز مارشونه د شهیدانو اوونۍ له رښتیني فلسفې سره هېڅ اړخ نه لګوي او باید مخه یې ونیول شي. کابل ښاریان یوه هیله لري او تل پرې ټینګار کوي چې امنیتي ادارې باید وسلې ټولې کړي. په ښار کې د جنایي پېښود ډېرېدو یو لامل همدا دی چې له بې مسوولیته ډلو سره وسلې شته او دوی چې هر وخت وغواړي هغه راایستلی او کارولی شي. امنیتي ادارې باید د دغه راز وسلو په اړه یوه غوڅه پرېکړه وکړي. همدارنګه اړوندې ادارې باید د وسله والو مارشونو او کاروانونو مخه ونیسي او هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د ښار امنیت ګډوډ کړي، هوایي ډزې وکړي او په ښار کې ویره خپره کړي.
همدارنګه ټول باید د شهیدانو اوونۍ د  درنښت فرهنګ زده کړي او دا فرهنګ د شهیدانو روح ته په دعاوو او دهغوی د پاکو انسانی ارمانونو په پلي کولو او تعقیبولو کې نغښتی دی، خلکو ته د آرامۍ او ډاد د احساس په ورکولوکې نغښتی دی،نه د ډار او ویرې په خپرولو کې.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته