نړۍ

د حماس ډلې د غزې په تړانګه کې له نوى اوربند سره موافقه وکړه

تهران ايرنا باختردزمري دمياشتې  ٢٠ :
د حماس د فلسطيني ډلې د اسلامي مقاومت غورځنګ د غزې په تړانګه کې له نوي اوربند او دخبرو له بيا پيل کولوسره موافقه وکړه اوپه همدې حال کې يې اعلام  وکړ چې  هر راز هميشنى اوربند بايد د غزې دکلابندۍ له لغوه کولو سره جوخت وي.
باخترآ ژانس د ايرنا دخبري آژانس له خولې  خبر راکړ :
دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلو نوى اوربند منلى دى او ويلي يې دي: که چيرې اوربند دوام ومومي؛ اسرائيلي مرکچيان نن د دوشنبې په ورځ د مصر پايتخت قاهرې ته  ستنيږي.
له بلې خوا د مصر دولتي ټلويزيون هم ديو فلسطيني خبرځاى له  خولې وويل چې فلسطيني ډلو پرون  په غزه کې له نوى  ٢٤ ساعته اوربند سره موافقه کړې ده.
د مصر د بهرنيو چارو وزارت پخوا په يوه وينا کې اعلام کړى و چې مصر له  اسرائيلو اوفلسطينيانو څخه غوښتي دي  چې  دتيرې شپې له ٩ بجو څخه دې  په غزه کې  د٧٢ ساعته نوى اوربند له اجرا کولوسره موافقه وکړي  چې دسولې دخبرو د بياپيلولو لپاره زمينه برابره شي .
اسرائيلو د تيرې جمعې په ورځ په غزه کې د ٧٢ ساعته اوربند په پاى ته رسيدو سره  خپل مرکچيان له مصر څخه وغوښتل .
دغزې  دبې دفاع خلکو پرخلاف داسرائيلو په وروستي يرغل کې څه ناڅه دوه زره تنه فلسطينيان شهيدان  او په زرګونو تنه نور ټپيان  او بيځايه شوي دي.
اسرائيلو د روان کال دچنګاښ دمياشتې په ١٧ نيټه  دسه شنبې په ورځ دغزې پرخلاف هوايي بريدونه پيل کړل.
دغزې تړانګه د څلويښتوکيلومترو په اوږدوالي او دلسو په کيلومترو په سور دمديترانې دسمندرګي ترڅنګ پرته ده  او له مصر او اسرائيلو سره ګډه پوله لري  .
په دې سيمه کې يومليونو اووه سوه زره تنه ژوند کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته