اشنګټن باختر دغبرګولي ١٨ مــــــه
دامريکا د متحد ه ايالاتو حکومت سوريې ته خبرداري ورکړى د ى ښايي ډير ژر ددغه هيواد پرخلاف سخت اقتصادى بنديزونه ولګول شي .
دامريکا د خزانو وزير تيميتني ګايدننر ويلي دي چى دغه بنديزو نه به دسوريي داتباعو دځپلو په خا طر چې د بدلون غو شتونکى دى ولګول شي
تيميتني ګايدنر په واشنګټن ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې د نړۍ له هيوادونو څخه وغوښتل چې دبشار الاسد پر رژيم له اندازې زيات اقتصادى فشار وارد کړي چې دقدرت پريښودو ته يې اړ کړي .
دغه وزير وويل: دامريکا متحده ايالات هيله لري چې د نړۍ ټول مسوول هيوادونه ډير ژر دسوريې درژيم پرخلاف د بنديزو نو له لګوونکو سره يو ځاى شي .
دامريکا د خزانو وزير په داسې حال کې خبرې کولې چې ددغه هيواد د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنتن ترکيې ته رسيدلې ده چې دسوريې د استراتيژي او دا چې څنګه کيداى شي له قدرت څخه د بشار الاسد د لري کولو په باب درو سيې د ملا تړ د ترلاسه کولو په باب خبرې و کړي.