چغچران باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه :
دواورې سختو اورښتونو د غورولايت داوو ولسواليو مواصلاتي لارې تړلې دي.
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي نن دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې په غور ولايت کې د واورې دسختو اورښتونو له امله ددغه ولايت له مرکز سره دتيورې ، دولاينه ، شهرک ، تولک ، پساوند ، ساغر او دچارسدې دولسواليو مواصلاتي لارې دترافيکو پرمخ تړلې شوي دي .
خو دغور ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رئيس انجينرمحفوظ اسد فکور وويل چې لازمي همغږۍ ترسره شوي دي چې دخلکو په همکارۍ دغه لارې په ډيرلنډممکن وخت کې پرانستلې شي .
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ