اقتصاد

په نورستان کې د کرنيزو محصولاتو پروسس معياري کېږي

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
په نورستان کې د کرنيزو محصولاتو د پروسس د معياري کولو لپاره هلې ځلې دوام لري.
د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست، د مرستندويو بنسټونو په همکارۍ هلې ځلې کوي چې د مالدارانو او بزګرانو د روزنې او دغه راز هغوى ته د کار د وسايلو د وېش له لارې د زراعتي محصولاتو د راټولولو او بسته بندۍ بهير عصري کړي.
د دغه پروګرام په چوکاټ کې په نورستان کې پر لسګونو بزګرانو د کار وسايل ووېشل شول.
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس عبدالوهاب نسيمي باختر آژانس ته وويل چې بزګرانو او مالدارانو ته مرسته شوي وسايل د دې امکان برابروي چې له دې وروسته د محصولاتو د راټولولو او بسته بندۍ لپاره په معياري ډول لاس په کار شي.
د نورستان يو مالدارعبدالله وايي چې په مرستو شويو وسايلو سره کولاى شي د جلغوزو، شېدو، د رُب، مربا او د اچارو په جوړولو او راټولولو کې ښه ځواکمني ولري.
د نورستان يوې مالدارې مېرمنې ماګل وويل چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست ښوونکو د روزنيزو وروکشاپونو په جوړولو سره د حاصلاتو د راټولولو او بسته بندۍ له نويو لارو چارو سره بلد کړي دي.
د نورستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې د مالدارانو او بزګرانو په روزنې او هغوى ته د کار د وسايلو په ورکولو سره هلې ځلې کوي چې د زراعتي محصولاتو د کاروبار او کيفيت د لوړولو سبب شي.
ختم- ج-اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته