سیاست

تبصره

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٩
سره له دې چې دملي وحدت دحکومت او دګلبدين حکمتيار په مشرۍ دحزب اسلامي ترمنځ دسولې د خبرو په نسبت زياتې هيلې موجودې وې خو ددغه حزب مشر په ځان پورې په اړوندې خپرونه کې دسولې دموافقې دلغوه کيدو خبرې کړې دي .
دباختر آژانس مبصر ليکى : دګلبدين حکمتيار په حزب اسلامي پورې اړوندې دشهادت خپرونې په دې وروستيو وختو کې دخپل مشر له خولې ليکلي دي چې دافغانستان له حکومت سره دسولې موافقه لغوه شوې ده .
حکمتيار په خپل پيغام کې دملي وحدت دحکومت دلغوه کيدو غوښتنه کړې ده او هغه يې په خپل نظر او مفکورې سره دافغانستان خلکو ته دمنلو وړ نه دى بللى.دسولې له بهير څخه دحکمتيار په شاتګ ټيک په داسې وخت کې کيږي چې د ده په استازيتوب هيئتونو په وار وار کابل ته سفرونه وکړل.
او دسولې دعالي شورا مسوولينو او دملي وحدت حکومت ته نږدې سرچينو دګلبدين حکمتيار له حزب اسلامي سره دسولې دموافقه ليک لاسليک لرې ونه باله او له هغه سره يې دموافقې خبرې وکړې خو دحکمتيار هغه خبرې چې په شهادت خپرونه کې منعکسې شوې ،دقضيې عکس بيانوي او داښي چې دحکمتيار اراده له سيمه ييزو پرمختياوو سره غوټه شوې ده .
سياسي کارپوهان او يو شمير سناتوران په دې باور دي چې دکابل اسلام آباد ترمنځ داړيکو ترينګلتيا دپاکستان دسرحدي لاسوهنو زيږنده ده چې دحکمتيار له مزاج سره سمون نه لري .او سرحدي تاوتريخوالي دګلبدين حکمتيار عقيده او د دريځ بدل کړي دي .حکمتيار همدا اوس په پاکستان کې ژوند کوي .
خو د ده وروستيو څرګندونو وښودله چې دى په خپله اراده نه لري که نه ،ديوه افغان په توګه به يې خپله اراده تمثيلوله او دملي ګټو دپياوړتيا لپاره يې سولې ته غاړه ايښودله ځکه داکار څرګند دى چې جګړې ويجاړتيا او سولې سوکالى رامنځته کوله .
له خپل دريځ څخه دحکمتيار په شاتګ وښودله چې په حزب اسلامي کې دسولې اراده شتون نه لري او بيا هم يو مانور په کار دى .
که چيرې دحکمتيار سياسي تاريخ ته پاملرنه وشي ، ده له څو لسيزو څخه تراوسه پورې دحزب اسلامي دجوړيدو له وخت څخه زيات سياسي مانورونه او لوبې ترسره کړې خو نتيجه يې ترلاسه نه کړه .
دغو مانورو او لوبو نه يوازې حزب اسلامي ته نتيجه ورنه کړه بلکې دافغانستان له خلکو څخه يې قرباني واخسته او تيرو تجربو ښودلې ده چې نه شو کولاى په مانور او لوبو کې څه ترلاسه کړو.
ښه به وي چې له اوسنيو ستونزو سره په واقعبينانه ډول او له ملي او ډله ييز ګټو سره سم عمل وکړو .
دا ټکى هم ديادونې وړ دى چې خبرې ،سوله او تفاهم دافغانستان دخلکو غوښتنه ده خو هدفمنده او اغيزمنه سوله هغه هم له هغو کسانو سره چې په حالاتو او شرايطو اغيزمن واوسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته