کابلباختر د زمري ١٣ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغانستان لپاره د ډنمارک له سفیر نیکولاج پیټرسن سره د مخه ښې کتنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهور ريیس غني په بېلابېلو په ځانګړي ډول فساد سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان دولت سره د ډنمارک د همکارۍ مننه وکړه.
جمهور رئیس د افغانستان او ډنمارک ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې د ښاغلي پیټرسن د هڅو قدرداني وکړه او نوموړي ته یې په راتلونکو دندو کې د لا زیاتې بریا هیله وکړه.
د غونډې په پای کې نیکولاج پیټرسن په افغانستان کې پرخپل ماموریت خوښي څرګنده کړه او ويې ویل: د ډنمارک حکومت او خلک د افغانستان حکومت او خلکو سره د حرفوي زده کړو په ګډون په ټولو برخو کې همکارۍ ته ژمن دي او دغو مرستو ته به دوام ورکوي.
پاىجهان يار
0 1 دقیقه لوستل