نړۍ

په سوريي د بريد په باره کي دامريکا د جمهور رئئس دڅرګند ونو پرخلاف غپرګو نو نه

واشنګټن فرانسپرس باختردسنبلي ١٠
له هغه وروسته چې بارک اوباما په سوريې دبريدپه باره کې دسپينې ماڼۍ تصميم ددغه هيواد دکانګرس په نظر پورې اړوند وباله ، د واشنګټن د متحدو هيوادونو مشرانو دامريکا د جمهور رييس ددغه تصميم په بيلا بيلوغبرګونونو سره هرکلي وکړ او هغه يې سنجول شوى و باله
د بريتانيا صدراعظم ديويدکامرون د بارک اوباما له پرونيو څرګندونو وروسته
وويل ،  زه دسوريې په باب د اوباما په دريځ پوهيږم او ملا تړ يې کوم .
دبريتانيا دبهرنيو چارو وزير ويليم هيګ هم دغه خبرې سنجول شوې وبللې .
له دې سره جوخت په فرانسه کې چې يو وخت يې سوريه دخپلې مستعمرې په توګه په واک کې لرله ، ددغه هيواد د جمهور رييس فرانسوا اولاند مخالفينو هم له ده څخه غوښتي دي چې دخپلو بريتانوي او امريکايي سيالانو په شان په سوريې دپوځي بريد په باب تصميم نيول  د فرانسې پارلمان ته وسپاري .
دامريکا د متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما پرون اعلام وکړ پتيلې ده چې
امريکا د سوريې پرخلاف په پوځي اقدام لاس پورې کړي .
اوباما وويل ،  چمتو دى چې د بريد لارښوونه په ډير لنډ وخت کې صادره کړي ،خو ويې ويل چې دغه لارښوونه  به د کانګرس په موافقې سره صادره کړي .
د اوباما دپرون سهارله خبرو وروسته د امريکا دولت په رسمي توګه په  سوريې د پوځي بريددمجوزې غوښتنې لپاره خپله طرحه ددغه هيوادکانګرس ته وړاندې کړه.
په دې طرحه کې د امريکا دولت ويلي دي چې دامريکا د متحده ايالاتو اردو غواړي چې په پوځي عملياتو لاس پورې کړي چې دهغه له مخې دکيمياوي وسلو
دکارولو لپاره دسوريې د حکومت مخه  ونيول شي .
سره له دې هم په دې طرحه کې ددغه بريد لپاره زما ني مهلت نه دى ټاکل شوى خو په هغې کې په ډاګه شوې ده چې دسوريې بحران دې  بايد له سياسي لارې حل وفصل شي  .
په همدې حال کې د ا مريکا جمهور رييس وويل :  چې په سوريې بريد کيداى شي سبا،يوه اوونۍ وروسته او يا يوه مياشت وروسته ترسره شي، خو دى  به دکانګرس  نظر ته سترګې په لاره  وي
دسوريې په کورنۍ جګړه کې تر اوسه پورې څه دپاسه سل زره تنه وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته