ټولنه

تخنيکي ستونزه کله ناکله په کابل ښار کې دبريښنادپرچاوي سبب کيږي .

کابل باختر د سلواغې  پنځلسمه :
دبريښنا شرکت وياند  وحيد الله توحيدي وايي چې دکابل ښار په ځينو سيمو کې  دبريښنا  لنډ مهالې  پرچاوي  تخنيکي انګيزه لري .
  ده چې په دې باب يې دباختراژانس  له خبريال سره  خبرې کولې  وويل  کله ناکله  دکابل ښار په ځينو سيمو کې پرچاوي  دتخنيکي ستونزو  اويا د ترانسفارمرونو دعوارضو  زيږنده دي .
دده دڅرګندونوله مخې ،په دې وروستيو وختو کې  دخواجه بغرا او دتايمنيو دساحو بريښنا  تخنيکي ستونزه لرله .  چې ددغه شرکت دکارکوونکو  په  هلوځلو سره  دغه ستونزه لرې شوه .
ده په دې برخه کې  دخلکو دنه همکارى او دبريښنا د غلا يادونه هم وکړه  چې کله ناکله دبريښنا دبهير دبنديدو لامل کيږي .
  ده دتاجکستان  دبريښنا په اړوند څرګنده کړه چې دتاجکستان بريښنا همدا اوس  دکندز او تخار  دولايتونو  دبريښنا په شبکو کې  جريان لري او په راروان کال کې  دوړي له مياشتې څخه  دازبکستان بريښنا  له کابل څخه  بنديږي او دبلخ ولايت  دمزارشريف ښار ته  غځول کيږي . او په بدل کې يې  دتاجکستان  بريښنا  دکابل ښار  په برقي شبکو کې  شامليږي .    ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته