امنیت

په روزګان کې د دو ماين ښخوونکو طالبانو وژل کيدل

  دترينکوټ ښار باختر د وري دمياشتې ٢٣ نېټه :  
دوه تنه وسله وال ماين  ښخوونکي په روزګان  ولايت کې د پوځيانو په  ډزو کې             ووژل شول .
دغه طالبان  نن سهار کله يې چې غوښتل دترينکوټ ښار په لويه  لاره کې  ماينونه   ځاى پرځاى کړي د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې.
د روزګان  ولايت د پوليسو يوه مقام باختر آژانس ته وويل ؛  په دې نښته کې دوه تنه ماين ښخوونکي ووژل شول.
ده وويل  وسله والو  طالبانو غوښتل  د دغو ماينونوپه ښخولو سره ملکي وګړي ووژني خو بريالي  نه شول.
وسله وال طالبان په افغانستان کې زياتره په لويو لارو او ګڼ ميشتوسيموکې دماينونوپه ښخولو لاس پورې کوي چې له امله يې زياتره ملکي وګړي قرباني کېږي . پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته