امنیت

دوه تنه له طالبانو سره دهمکارې په تور ونيول شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دوه تنه د طالبانو په ډلې کې دغړيتوب په تور په ننګرهار ولايت کې ونيول شول.
دغه کسان دسره رود ولسوالۍ په تګوري کې دځانګړو عملياتو په بهير کې نيول شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطا الله خوږياڼي له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل چې دغه کسان کله چې په مشکوکو فعاليتونو بوخت و دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
ده وويل له نيول شويو کسانو څخه پوښتنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته