سیاست

دملي دفاع وزير دافغانستان پيلوټانو دروزنې په برخه کې دهنګري دزياتې ونډې غوښتنه وکړه.

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٣ :
دملي دفاع وزير  په هغې کتنه کې  چې نن دهنګري ددفاع له وزيرسره  په کابل کې وکړه  له ملي اردو سره ددغه  هيواد دهمکاريو ددوام غوښتنه وکړه.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ،  دملي دفاع وزير سترجنرال  بسم الله محمدي  په دې کتنه کې وويل،  دشينډنډ  هوايي ډگر ته مې دخپل درې  اوونۍ مخکې سفر په بهيرکې دهنګري دهمکاريو او روزنې اغيزمنتيا وکتله  هيله لرم   دغه بهير دافغانستان دهوايي  ځواکونو دځوانو پيلوټانو  دروزنې په باب دغه راز دوام وکړي.
دملي دفاع وزير  دغه راز دملي اردو دپرمختيا، په ملي اردو کې درهبريت    دپرمختيا اوکيفيت دلوړولو په لاره کې دتمرکز اودامنيتي مسووليتونو دليږدونې دبهير په باب دافغان امنيتي ځواکونو دتياريو په اړوند خبرې وکړې  او زياته يې کړه : زموږ  خلک  دامنيتي مسووليتونو دبريالى اجراکولو  هرکلي کوي   په امنيتي  ځواکونو دهغوى بارو  له پخوا څخه زيات شوى دى  ځکه په عملي توګه  ګوري  چې دملي اردو  ځواکمنتيا  اوظرفيتونه لوړشوي دي  او کولاي شي دخپل هيواد امنيت  تامين کړي.
په مقابل کې  دهنګري دفاع  وزير په افغانستان کې  درامځته شويو پرمختګونو دملي اردو دځواکمنتيا   او دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په بهيرکې  دهغوى دبرياليتوبونو له امله  خوښي څرگنده کړه. اوډاډيې ورکړ چې هنګري  دافغان ځواکونو دروزنې په خاطر  په کال کې  دپنځه سوه مليونو ډالرو دمرستې په باب دشيکاګو په کنفرانس کې په خپلو ژمنو ولاړ دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته