امنیت

په فراه کې يو پوليس د لوټمارۍ په ګومان ونيول شو

کابل باختر د وري اوومه :
د فراه د پوليسو د ځانګړې قطعې يوه غړي د لارې نيولو او د خلکو د مالونو د لوټولو په ګومان ونيول شو .
يو سيمه ييز خبرځاى وويل چې دغه کس په داسې حال کې چې د خاک سفيد ولسوالۍ د پوليسو د ځانګړې قطعې د ځواکونو په چوکاټ کې د امنيت په تامينولو کې دنده ترسره کوله، د فراه ښار په شاوخوا سيموکې له خلکو څخه باج اخسيته او لوټماري يې کوله .
دغه پوليس د سيمې د خلکو د شکايتونو له امله چې د ښار په شاوخوا کې غلا کوله، د جنايي پوليسو او ملي امنيت د منسوبينو له خوا ونيول شو .
  ويل کېږي، دغه سړى د لارو په تګلورو په ملکي جامو کې شوکماري او غلا  کوله .
ختم_  سعيده_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته