امنیت

دوردګو دچک ولسوال ووژل شو .

دوردګو د چک  ولسوال دوسله والو طالبانو له خوا ووژل شو .  دميدان وردګو دوالي ويندوى شاهد الله  شاهد باختر اژانس ته وويل  دميدان وردګو  ولايت دچک ولسوال محمد اسمعيل وفا نن سهار دوسله والو طالبانو له خوا په ډ.زو سره ووژل شو .

  د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې دغه پيښه هغه وخت رامنځته  شوه چې دچک ولسوال له خپل کور څخه دولسوالۍ مقر ته  روان و دبابا کلا په ساحه کې وسله والو طالبانو پري بريد وکړ او ووژل شو .

 خبرځاى زياته  کړه  په دې  پيښه کې دچک  دولسوال زوي ټپي شوي دي

 د پيښې په اړوند تراوسه پورې څوک نه دي نيول شوي  او  پوليسو دتروريستان دنيولو لپاره  په سيمه کې دپلټني عمليات پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته