پلخمري باختر دليندۍ درې ويشتمه :
د افغانستان د خبريالانو د ولايتي دفتر نمايندګۍ په بغلان ولايت کې پرانستله شوه.
دغه دفتر پرون په پلخمري ښارکې د تنوير د خصوصي رسنۍ په تالارکې دبغلان د والي او د دولتي ادارو د رييسانو له خوا پرانستل شو.
د بغلان والي عبدالستار بارز د دغې نمايندګۍ جوړول يو ښه او پرځاى کار وباله او ويې ويل: د بيان آزادۍ د دموکراسۍ جوهر دى او دا ټول وړيا نه دي ترلاسه شوي.
ده له خبريالانو سره د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې باختر آژانس ته وويل: زه ژمنه کوم چې په اطلاعاتو د لاسبرۍ د حق قانون ګام په ګام عملي کوم .
شيرمحمد جهش چې په بغلان ولايت کې د افغانستان د خبريالانو د ولايتي دفتر د مسوول په توګه معرفي شوى دى؛ د دغې نمايندګۍ جوړول يې د خبريالانو او دولتي مسوولينو ترمنځ د اړيکو پل وباله او زياته يې کړه چې دغه مرکز به د خبريالانو ورځنۍ ستونزې حل کړي او د خبريالانو حقوقي ملاتړ هم کوي .
0 1 دقیقه لوستل