سیاست

حاجي محمد محقق له ناروې څخه هيواد ته راستون شو .

کابل باختر دچنګاښ لومړي:
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق چې ديوه  جګپوړي دولتي هيئت په مشرۍ  دناروې په شاهي هيواد کې دسولې په کلنۍ  غونډه کې ګډون کړى و پرون هيواد ته راستون شو .
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .  حاجي محمد محقق دراستنيدو په وخت کې دحامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل چې دغه غونډه رسمي  خبرې نه بلکې ازادې خبرې وې چې برخه والو دسولې په باب خپلې نظريې  شريکې کړې .
داجراييه رييس مرستيال زياته کړه چې په دې غونډه کې دکولمبيا جمهور رييس دسولې او له نشه يي توکو سره دمبارزې او په دې باب چې دوى څه ډول له نشه يي توکوسره په مبارزه کې بريالي شوي دي دخپل هيواد دتجربې  په باب خبرې وکړې چې ددغه هيواد له تجربې څخه استفاده کيداي شي  دافغانستان لپاره ګتور وي .
دناروې هيواد په نړيواله کچه دسولې دمسئلو په اړوند دسولې  نړيواله غونډه جوړوي او په هغې کې دنړۍ له بيلابيلو هيوادونوپه تيره بيا له هغو هيوادونو څخه چې په کورنيو جګړو کې لتاړ  دي اغيزمنو او مجربو  شخصيتونو ته بلنه  ورکوي چې په خپلو هيوادونو  کې دشخړو دحل کولو او دجګړې دبندولو په باره کې  خبرې وکړي . او په شخړو دبرياليتوب لارې  چارې ولټوي .
سږ کال  هم دغه غونډه دمنځني  ختيځ ، افغانستان او دافريقا دسيمودخونړيو شخړو په باب جوړه شوه او يوه برخه يې هم دافغانستان  مسئلو ته اختصاص  شوې وه .
په دې غونډه کې له افغانستان څخه داجراييه رياست مرستيال حاجي محمد محقق  دجمهوري رياست  پخواني مرستيال محمد يونس قانوني ،دماليې پخواني وزير ډاکتر  انوار الحق احدي ، دبهرنيو چارو وزارت مرستيال  حکمت کرزي  او دسولې له عالي شورا څخه فرهاد الله فرهاد برخه لرله .
دغه راز په دې غونډه کې دطالبانو يوشمير استازو هم ګډون درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته