سیاست

د بهرنيوچارو وزارت اقتصادي معين د روسيې له سفير سره د استابول بهير د غونډې په اړه خبرې وکړې

کابل/ دليندۍ١٠مه/ باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي معين ميرويس ناب په کابل کې د روسيې له سفير الکساندر مانتيسکي سره وکتل او د استانبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو د اتم کنفرانس د جوړولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.
د بهرنيو چارو وزارت د عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: په کتنه کې دواړو لورو د آسيا زړه- استانبول بهير د بهرنيو چارو وزيرانو د اتم کنفرانس د جوړولو د تيارى، د دغه کنفرانس د اعلاميې، د دوه اړخيزو اړيکو په تېره بيا د اقتصادي همکاريو د پراختيا، د افغانستان د دولت په مشرۍ او مالکيت د سولې بهير، د په سولې بهيرکې د روسيې د رول او د روانو حالاتو په اړه خبرې اترې وکړې.
د آسيا زړه – استانبول بهير د بهرنيو چارو د وزيرانو اتم کنفرانس د روان کال د ليندۍ په ١٨مه په استانبول کې جوړېږي.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته