خبرونهسیاستTOP

د اسلامي امارت د اداري کمېسيون نوبتي غونډه ترسره شوه

کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د اسلامي امارت اداري کمېسيون غونډه نن د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ياد کمېسيون د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې غونډه کې، لومړی د اداري کمېسيون له لوري ټاکل شوي پلاوي د نيمروز او د هرات د تور غونډۍ ګمرکونو د پراختیا په موخه د ځمکې برابرولو په اړه د يادو ګمرکونو د ارزونې پايلو راپور وړاندې کړ.
وروسته، د پورته موضوع او د چارو ادارې عمومي رياست، د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو اتحاديې مطالبو په اړه هر اړخيز بحث وشو او په يادو برخو کې لازم تصميمونه ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته