امنیت

تبصره

کابل باختر د زمري  نهمه :
دننګرهار ولايت  دحصارک ولسوالۍ  په ځينو سيمو  دوسله والو طالبانو دډلې بريد ، دهلمند ولايت  دسنګين په ولسوالۍ  ددغې ډلې  دبريد دناکامې تجربې تکرار دى . چې په هغې کې دغې ډلې ته له رسوايي او شرمندګي  پرته نور څه ترلاسه نه شول .
دباختراژانس مبصر ليکي ،  دروان کال  د زمري دمياشتې په اوومه نيټه دسه شنبې په ورځ  دنيګمرغه کوچني اختر  ددويمې ورځې سهار وختي  په سلګونو تنو وسله والو طالبانو چې په هغو کې پاکستاني جګړه ماران او شراچوونکي هم شامل و ، دننګرهار ولايت  دحصارک په ولسوالۍ کې دملي پوليسو په سنګرونو پراخ بريدونه وکړل .
په حصارک بريد، دسنګين په ولسوالۍ ددغې ډلې  دبريد دتجربې تکرار دي چې په هغه کې هم په سلګونو تنو وسله والو طالبانو دنږدې يو زرو سلو تنو پاکستاني مليشو او طالبانو ترملاتړ لاندې  دافغان عسکرو په سنګرونو بريدونه وکړل  چې له امله يې ددغې ډلې له خندوونکي  ماتې او دسيمې داوسيدونکو له شهادت پرته بله نتيجه  نه لرله .
وسله والو طالبانو او دهغوى پاکستاني ملاتړو په سنګين کې  دخپلې ماتې  دعلتونو او عواملو په څيړنې سره ،  داځلې دننګرهارولايت دحصارک ولسوالۍ  دخپلو مغرضانه  فعاليتونو دترسره کولو لپاره  انتخاب کړه .
دحصارک انتخاب  ناڅاپي کار نه و ،  حصارک  دکابل او لوګر دولايتونو او دهيواد دجنوب دسيمو په لور دروازه بلل کيږي .
هغوى دنيکمرغه کوچني اختر  ددويمې ورځې سهار وختي  ددغې ولسوالۍ  په ځينو سيمو بريدونه وکړل خو  دپخوا په شان بيا هم  رسوايي  او ماتې  دهغوى په برخه شوه .
دحصارک ولسوالۍ  دسيمه ئيزو مسوولينو دڅرګندونو له مخې،  دطالبانو په دغه بريد کې  چې پاکستاني اتباعوهم پکې مستقيم رول درلود  څه ناڅه  سل تنه وسله وال طالبان  ووژل شول . دحصارک سيمه ئيزو مسوولينو په دې بريد کې  ديرغلګرو دسردزيان شمير تر زرو تنو پورې  بللي دي .
  دسياسي کارپوهانو په باور په  سنګين دطالبانو بريد په نويو پرمختياو کې ديولوړ سياسي دريځ او هويت ترلاسه کول و . خو په دغه پروګرام  دافغان امنيتي ځواکونو  په پوهې اومقاومت سره په اوبو لاهو شو . خو په حصارک دبريد پروګرام په سنګين کې  دماتې دجبيره کولو په مقصد برابر شو . چې په اصطلاح  ثابته شي  چې ګڼې وسله وال طالبان په نظامي برخه کې  دتحرک او عمل لوړه ځواکمني لري .
خو بيا هم  ماتې او رسوايي  دهغوى په برخه شوه .
  دسياسي کارپوهانو په باور دوسله والو طالبانو دډلې فعاليت تراوسه پورې زياتره په چرکي  جګړو ، شوکمارۍ  ،  په مسافرانو په بريد ،  دلويو لارو دنظم په ګډوډولو ،  دماينونو په ښخولو او په ځانمرګو تروريستي بريدونو خلاصه کيدل . چې دهغوى په نسبت  دکرکې او نفرت له زياتوالي پرته  يې خپله ګټه نه لرله . خو دوى دهلمند په سنګين او دننګرهار په حصارک کې د بريدونو په پلان جوړولو سره هلې ځلې وکړې چې په اصطلاح خپل قدرت وښيي . او خپل قوت  دخلکو او زموږ ددولتي چارواکو مخې ته  وړاندې کړي . چې روانو سياسي پرمختياو کې ځان ته  لوړ دريځ  پيداکړي .
له بلې خوا سياسي او امنيتي کارپوهان په دغو دوو ولسواليو دوسله والو طالبانو دډلې  وروستي بريدونه  دپاکستاني پوځيانو په هغو عملياتو پورې  چې په شمالي وزيرستان کې دوام لري  ، اړوند بولي .  دپاکستان داردو عمليات  لکه څنګه چې ژمنه يې شوې وه  ، ترسره نه شول .
پاکستاني پوځيانو دخپل هيواد له خلکو او له نړيوالو سره  دا ژمنه کړې وه چې په دغو عملياتو کې ټولې  تروريستي ډلې  له يوې مخې  ځپل کيږي  خو دغه عمليات يوازې دهغو طالبانو پرخلاف  ترسره شوي دي چې دپاکستاني پوځيانو له سياستونو سره  مخالفت لري . او په هغو طالبانو چې دپاکستاني پوځيانو له سياستونوسره يې  همغږى لرله  ، اغيزه نه دې کړې .  برخلاف  دپاکستاني پوځيانو دعملياتو له پيل کيدو او پراختيا وروسته  په افغانستان کې تروريستي بريدونو  زور اخستې دى . هغوى ته دپراخو جګړو امکان  يا په بل عبارت  طالبانو ته  دګروهي جګړو زمينه مساعده شوې ده . دزياتو پاکستاني طالبانو يا دافغان طالبانو دپيوستون  زمينه  مساعده شوې ده آن  دتيرو ورځو په نسبت  دطالبانو دسمبالولو پروګرام جدي شوى دى .
داټول  ددې څرګندوى دى  چې له بده مرغه  په افغانستان کې روانې پيښې بيا هم له افغانستان څخه په بهر کې  جرړې لري . اوبيا هم  دسيمې استخبارات او افراطي مذهبي کړۍ  په دغو پيښو کې  ښکيلې دي .  په داسې حال کې چې دسيمې دستونزو حل کول په صادقانه او شفافې همکارۍ پورې  تړاو لري په سيمه کې دتروريستي بريدونو او دتروريستي شبکو دفعاليتونو پراختيا داټکۍ په ډاګه کوي چې بايد په سيمه کې  دتروريزم له شتون تريخ حقيقت  ومنو .
نو پاکستاني پوځيان دې بايد  په هوښ  راشي او په واقعيتونودې  اعتراف وکړي او دا ومني چې يوازې صادقانه همکاري  دتروريزم په وړاندې دستونزو حل کوونکې ده اوبس .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته