سیاست

جمهور رئیس احمدزی: د تحول او اصلاحاتو په اړه زموږ تړون دا دی چې په تدریج خو په اصولي ډول د افغانستان خلک د افغانستان خاوندان شي

کابل – باختر د تلې د مياشتې ٢٨مه:
د افغانستان جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د بلخ ولایت له یو شمېر مشرانو، مخورو او په ملي شورا کې د دغه ولایت د خلکو له استازو سره نن په ارګ کې وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان جمهور رئیس په دې کتنه کې وویل:"د تحول او اصلاحاتو په اړه زموږ تړون دا دی چې په تدریج خو په اصولي ډول د افغانستان خلک د افغانستان خاوندان شي."
جمهور رئیس احمدزي په هېوادکې د سولې او ثبات د ټینګښت اړتیا ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د ملي وحدت حکومت ژمن دی چې د هېواد په شمال کې نا امني له منځه یوسي ترڅو وکولای شي د لویو اقتصادي پروژو د عملي کېدو لپاره ملي او نړیواله پانګه را جلب کړي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي څرګنده کړه چې زموږ هېواد پریمانه اوبه، کانونه او ښه موقعیت لري. موږ کولای شو له خپلو کاني سرچینو څخه په استفادې سره افغانستان له یو فقیرهېواد څخه په یو بډاى او شتمن هېواد بدل کړو.
ډاکټرمحمد اشرف غني احمدزي په حکومت کې د ښځو د ونډې پر ضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د ملي وحدت په حکومت کې د ښځو مشارکت زموږ د پروګرامونو یوه مهمه برخه ده.
په دې کتنه کې جمهور رئیس احمدزي په هېوادکې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره د افغان ولس په ځانګړي ډول د هېواد د شمال د ولایتونو د خلکو د پراخې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د بلخ ولایت مشرانو جمهور رئیس محمد اشرف غني احمدزي ته وویل چې افغانان ستاسو د تحول او اصلاحاتو د پروګرامونو پرعملي کېدو باندې باوري دي او د هغو کلک ملاتړ کوي.
وینا والو همدا راز جمهور رئیس احمدزي مخاطب کړ، ويې ویل چې د افغانستان خلک له تاسو څخه د خدمت تمه لري، په هېواد کې د عدالت د ټینګښت کومې ژمنې چې تاسو له ولس سره کړې دي؛ هغه عملي او په ټولو باندې په برابر ډول قانون تطبیق کړئ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته