امنیت

په ننګرهار ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې  ٣ :
د وسله والوطالبانو د ډلې يو قوماندان په ننګرهار ولايت کې په بمونو بارله يو موټر سره ونيول شو.
په ټيکر مشهور ملانورمحمد نن په بمونو بار له يو موټرسره د بټي کوټ ولسوالۍ  په لج پورکې نيول شوى دى.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال دباخترآژانس خبريال ته وويل: د طالبانو دغه قوماندان  په بمونو بار د يوموټر په ليږدونې بوخت و  چې د امنيتي مامورينوله خواونيول شو.
ملا نورمحمد په بټي کوټ ولسوالۍ په تېره بيا د جلال آباد _ تورخم په لويه لاره کې د زياترو تروريستي بريدونو عامل  بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته