امنیت

په نيمروز کې يو قومي مشر ووژل شو

ناپيژندل شويو وسله والو کسا نو نن دنيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې يو قومي مشر وواژه

دنيمروز ولايت امنيه قو ما ندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي د باختراطلاعاتي اژانس ته وويل: دغه پيښه دزرنج ښار په پنځمه نا حيه کې هغه وخت وشو چې د هانشين قومي مشر حاجي رحمت الله هانشين له خپلو دوو ماشومانو سره له زرنج ښارڅخه د خپل کور په لور روان و

ده وويل يرغلګرو په يو کرو لا موټر سپاره وو او له بريد وروسته وتښتيدل

ده زياته کړه ددغه مخور وژنه سياسي انګيزه نه لري او ګومان کيږي دشخصي اختلافونو زيږنده وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته