په ننګرهار کې د (D R C) او(W F P) موسسو په همکارۍ له څوارلس سوه اوويا راستنوشويو کورنيو سره د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او لګښتي توکو مرسته وشوه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست مالي او اداري مدير عوض خان وويل : د راستنو شوو د بهير په ترڅ کې له څوارلس سوه اويا کورنيو سره چې په جلال اباد ښار سربېره په سره رود، بهسودو،روداتو ،کامې او خوږياڼو ولسواليو کې مېشتې شوي د ډي . آر . سي او ډبليو. اف . پي موسسو له خوا د نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او لګښتي توکو مرسته و شوه.
1 د یوې دقیقې څخه لږ