کابل باختر د تلې لومړي :
شپږ تنه وسله وال مخالفان پرون دلغمان ولايت دعليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شول .
د٢٠١ سيلاب قول اردو وياند شيراقا فقيري باختراژانس ته وويل چې دغه مخالفان دلغمان ولايت دعليشنګ ولسوالۍ په مربوطاتو کې له افغان پوځيانو سره په نښتو کې وژل شوي دي .
ده زياته کړه چې په دغو نښتو کې اته تنه نور مخالفان ټپيان شوي دي .
ختم- ف _ اکرم