امنیت

داشکمش ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
په تخار ولايت کې دملي اردو او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دتخار والي ډاکتر محمد ياسين ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل: دتخار ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې دامنيتي او دملي اردو دځواکونو ګډ عمليات ترسره شول چې له امله يې اتلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده زياته کړه :په دغو عملياتوکې دهيواد دامنيتي ځواکونو څلور تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي
دتخار والي زياته کړه: اوس داشکمش ولسوالۍ دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته