کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
ديارلس تنه داعشيان تيره شپه په ننګرهار ولايت دهوايي بريدونو په بهير کې ووژل شول.
په دغو داعشيانو داچين او کوټ په ولسواليو کې د دوى په سنګرونو بريدونه وشول.
دهيواد په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو هوايي بريدونوکې ١٣ تنه داعشيان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.
ده وويل داعشيان په خپلو سنګرونو کې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې بريدونه پرې وشول.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د داعش د ډلې درې تنه غړي دننګرهار ولايت په روداتو ولسوالۍ کې دپوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول.
0 د یوې دقیقې څخه لږ