کابل، د غوايي ۳مه، باختر
په هېواد کې د امنيت د لاټينګښت او د ترافيکي نظم د لا پیاوړتیا په موخه د شخصي تېز رفتارو موټرو ټولو مالکینو او چلوونکو ته خبر ورکول کېږي، چي د دغې خبرتیا له خپرېدو وروسته په عامه واټ د کار کولو او سوارلۍ د لېږدولو حق نه لري او یواځې ټکسي موټر د سوارلۍ د لېږد رالېږد حق لري.
د دغې خبرتیا له خپرېدو وروسته که شخصي تېز رفتار موټر د سوارلۍ د لېږد را لېږد پرمهال ولیدل شي قانوني چلند به ورسره وشي او بيا د شکايت حق نه لري.