امنیت

درې ویشت تنه په هلمند کې د جنايي جرومونو په اړوند ونیول شول

کابل / د کب ۱۶ / باختر
درې ویشت تنه په هملمند کې په جنايي جرمونوکې د لاس لرلوپه اړوند ونیول شول.
په نیول شویوکسانو د وژنې ، شوکمارۍ ، د نشه يي توکو د قاچاقو ، وسله والو غلاو او د غیرقانوني وسلو په ګرځولو تورن دي .
د هلمند د پولیسو د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دی چې دغه کسان په تېرو ۲۴ ساعتوکې له ښاراو یوشمېرولسوالیوڅخه د پولیسو په عملیاتواو پلټنوکې نیول شوي دي.
پولیس وايي چې د دغوکسانو د دوسیو له بشپړېدووروسته څارنوالۍ ته معرفي کېږي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته