ټولنه

د هیلو کاروان د راډیو مسوول ومړ

متون/ باختر/ د وري د میاشتې ۲۶ مه
په خوست کې د «هیلو کاروان» د سیمه ېیزې راډیو مسوول مدیر افسر صادق د ورپیښې ناروغۍ له امله مړ شو.
د «هیلو کاروان» د راډیو پخواني کار کوونکي سید قابل شاه میاخېل د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې افسر صادق د څو میاشتو راهیسې سخت ناروغ و او نن یې خپل روح حق ته وسپاره.
میاخېل د صادق مړینه د خوست لپاره ستر ضایع بولي او زیاتوي: افسر هغه څوک و چې د فرهنګي برخې ترڅنګ یې ښوونځیو ته د ماشومانو د هڅونې زرګونه طنز ډوله ډرامې او خپرونې هم چمتو کړې وې.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته