امنیت

پوليسو شپږ تنه د نشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
دکابل پوليسو نن شپږ  تنه دنشه يي توکو دقاچاقو په تور ونيول .
دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال محمدظاهر، ظاهر دباخترآژانس خبريال ته وويل :  يو تن ديو اعشاريه اته کيلو ګرامو چرسو دليږدونې په تور دکابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په مربوطاتو کې ،  دوه تنه نور ديو کيلوګرام هيروينو دليږدونې  په وخت کې دکابل ښار د پل محمود خان په ساحه کې او  درې تنه نور د  شپږ اتيا کيلوګرامو اپينو دليږدونې په وخت کې دکابل ښار په دولسمې ناحيې پورې اړوند د ارزان قيمت د پله په ساحه کې ونيول شول.
ترلاسه شوي مواد له ولايتونو څخه کابل ته راليږدول شوي  وو.
دغه راز جنرال ظاهر دکابل ښار په دولسمې حوزې پورې اړوند دپلچرخي
په ساحه کې د څلورو  تنو غلو د نيولو يادونه  وکړه .
نيول شوي غله داستوګنې يوه کورته ننوتي وو  اومالونه يې لوټ کړي وواو دوه
تنه نور غله کله چې غوښتل يې دکابل ښار دپوليسو د ١٥ امنيتي حوزې
د هنګرونو ترشا   د  يو کورمالونه   غلا کړي  د مالونو له   غلا   کولو مخکې
ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته