امنیت

دطالبانو د ډلې مشرتابه ته د طالبانو دپنځو تنو غړو سيالۍ .

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ٢
دامنيتي مسلو يو کارپوه اټکل کوي چې د طالبانو پنځه تنه مشران به د طالبانو دمشرتوب دترلاسه کولو لپاره سيالۍ وکړي .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : جاويد کوهستاني وايي چې د طالبانو د ډلى په مشر اختر محمد منصور پرون د پاکستان دبلوچستان ايالت دنوشکى په احمد دال سيمه کې دبى پيلوټه الوتکې له خوا بريد وشو او ووژل شو .
هغه سيمه چې ملا اختر محمد منصور پکې وژل شوى دى دنشه يي توکو دقاچاقو وړونکو يو مهم مرکز دى .
دکوهستاني دڅرګندونو له مخې: ملا اختر محمد منصور همدې سيمې ته څيرمه پوځي قرارګاه لرله .
کوهستاني ملا اختر محمد منصور دهغو طالبانو چې دسولې دخبرو مخالف او دنشه يي توکو له مهم قاچاق وړونکو څخه دى بولي . ده دلوړ پوړو چارواکو دمحافظت په رياست دبريد دپروګرام طرحه او تطبيق په غاړه درلودخو له دغې پيښې څخه يوه مياشت وروسته په خپله ووژل شو.
جاويد کوهستاني ملا هيبت الله نورزى دملاعمر ورور ملا منان هوتک ،ذاکر قيوم ،مولوى ابراهيم صدر او سراج الدين حقاني د طالبانو هغه مشران وبلل چې د طالبانو د مشرتابه پرسره به سيالۍ وکړي.
دسياسى کارپوهانو په باور دملا اختر محمد منصور وژل کيدل له يوې خوا د جګړه مارو طالبانو مشرانو ته جدي پيغام لري او له بله پلوه د طالبانو خپل منځني اختلافونه جدي کړي دي او دهغوى دايمي انشعاب يې يقيني کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته