سیاست

کابل باخترمرغومي دمياشتې ١ : دروسيې جمهوررييس وايي چې له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دافغانستان حالات زياتې پاملرنې ته اړتيالري . باختراژانس دنړيوالو خبرځايونو له خولې خبر راکړ: دروسيې جمهوررييس ولاديمير پوتين چې په دې وروستيو وختو کې يې په مسکو ک

 

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ١ :

دانګلستان صدراعظم وايي چې  ترراتلوونکي پسرلي  پورې خپل څه دپاسه څلور زره تنه پوځيان له افغانستان څخه باسي   . په دې ترتيب د ٢٠١٣ ميلادي کال په نيمايي   کې  په افغانستان کې د ميشتو بريتانوي عسکرو شمير پنځه زره او دوه سوو تنو ته  کمښت مومي .

 دباختراژانس  دخبرله مخې،  انګلستان همدا اوس په افغانستان کې نږدې نهه زره  اوپنځه سوه تنه پوځيان  لري چې زيات شميريې په هلمند کې ډيره دي .

دغه شميرله امريکا وروسته په افغانستان کې دبهرنيوعسکروزيات شمير دى.

سره له دې چې  دبريتانيا ځينو سياسي ټولنو په افغانستان کې ددغه هيواد ديوشمير پوځيانو دپاتې کيدو احتمال رد نه کړ خو دبريتانيا صدراعظم ديويت کامرون  چې همدا اوس  دافغانستان په سفر بوخت دى  وايي چې په دې اړوند وروستئ تصميم نه دئ نيول شوئ .

دى ټينګار کوي  چې  له افغانستان سره به دبريتانيا مرستې له  ٢٠١٤ کال وروسته دوام ومومي .

دافغان  ځوانوافسرانو دروزنې لپاره ديوې پوځي اکاډمي جوړول ددغو مرستويوه برخه ده .

ديويت کامرون  افغانستان ته  په اوسني سفرکې ويلي دي  چې دناټو اودافغان امنيتي ځواکونو برياليتوبونو  له افغانستان څخه دوتلو امکان برابرکړي دي .

دى له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دافغان امنيتي ځواکونو دځواکمني په نسبت خوشبين دى .

له بلې خوا دافغانستان داسلامي  جمهوريت  جمهوررييس  حامدکرزي اودملي دفاع وزير ستر جنرال بسم الله محمدى له افغانستان څخه دبريتانوي ځواکونو  دوتلو هرکلي کړى دى .

له بلې  خوا په کندز کې دميشتو الماني ځواکونو قوماندان اولريش شباننوت وايي  چې الماني ځواکونه له کندز څخه مزارشريف ته ليږدول کيږي  اوپه دې ډول  له افغانستان څخه دالماني عسکرو دوتلو پروګرام په پړاويزه توګه پيليږي او ده هم  له امنيتي چلنجونوسره دمقابلې په وړاندې دافغان امنيتي ځواکونو دپياوتيا خبرې کړي دي .

المان همدااوس په  افغانستان کې څلور زره پنځه سوه تنه پوځيان لري چې زياتره يې په کندز ولايت اويو شمير نوريې په مزارشريف  ښارکې ډيره دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته