امنیت

د پنځم ټولګي يو زده کوونکي په خپل ټولګي کې شهيد شو

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٧
د لوګر ولايت په يوه ښوونځي کې د يوې ګولۍ دلګيدو له امله د دغه ښوونځي يو زده کوونکى شهيد شو.
د لوګر ولايت وياند دين محمد درويش د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن سهار يوه ګولۍ د ښوونځي په يوه درسي خونه کې هغه وخت ولګيده او يو زده کوونکي يې شهيد کړ چې د بره کي برک ولسوالۍ د حسين خيلو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې دوام درلود.
خبرځاى زياته کړه: دغه ګولۍ له نا معلوم لوري په دغه ښوونځي ولګيده او تراوسه پورې روښانه نه ده چې د دغه ډزه دکوم لوري له خوا شوې ده.
درويش زياته کړه: د دغه زده کوونکي کورنۍ د اعتراض په ډول د خپل زوى مړى د ولايت د مقام دروازې ته وليږداوه او دعدالت غوښتنه يې وکړه.
د لوګر ولايت سرپرست له دغې کورنۍ سره ژمنه وکړه چې قضيه څيړي او عامل ته يې سزا ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته