سیاست

دغندنې پيغام

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه

په پکتیا ولایت کې د موټر بم چاودنو په اړه د اجرائیه ریاست دلومړي مرستیال انجینیر محمد خان د غندنې پیغام
په ژورې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد او ولس دښمنانو له لوري د پکتیا ولایت پر امنیه قومندانۍ د ځانمرګي ډله يیز برید په ترڅ کې د دغه ولايت په امنیه قومندان توریالی عبدیاني سربېره ګڼ شمېر هېواد وال ټپیان او شهیدان شول.
انا لله و انا الیه راجعون
ډارن دښمن د خپلو ناځوان مردانه بریدونو په پایله کې د ولس او خلکو له کرکې سره مخ شوی؛ غواړې چې په خپل وحشت او د افغانانو په وژنو سره خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د هېواد دښمنان دې په دې پوه وي چې تل به د ولس له کرکې او سرښندونکو افغان ملي امنیتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ وي او هيڅکله به هم ونه توانېږي چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره د افغانانو ارادې کمزوري کړي.
پکتيا، د غزني د اندړو، شلکر، قره باغ او د فراه شیب کوه ولسوالیو په دفاع او د هېواد په نورو سیمو کې د ملي امنیتي ځواکونو قربانۍ او سرښندنې د ستایلو وړ دي او ان شاء الله دغه قرانۍ به د رټل شوي دښمن د ماتې لامل شي.
د دغو بریدونو دغندلو تر څنګ د پېښې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د بياروغتيا شفا او کورنیو ته یې د جمیل صبر هيله کوم.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته