ټولنه

په هلمند کې دترافيکي پيښې له امله دشپږو تنو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولي  نولسمه :
  دهلمند په ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله شپږ تنه ووژل شول اوشپږ تنه نور ټپيان شول  .
دغه پيښه پرون ناوخته هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى موټر په زيات ګړنديتوب  سره له واټ څخه ووت اوچپه شو.
دهلمند ولايت درسنيو دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې  په لېږلو سره ويلي  دي چې په دې ترافيکي پيښه کې شپږ تنه وژل شوي اوشپږ تنه نور ټپيان شوي دي ددغې پيښې په قربانيانو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان  هم شامل دي.
په همدې حال کې دهلمند ولايت په يوه روغتيايي مرکز کې ډاکترانو ددغې پيښې ددوو تنو ټپيانو حالت خراب بللى دى .    ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته