امنیت

په غورکې امنيتي ځواکونه وستايل شول

کابل – باختر د ورى دمياشتې ٢٦
دغور امنيتي ځواکونه د انتخاباتو د بهير د امنيت د ښه تامينولوپه خاطر نن وستايل شول.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال قربان حکمت دخبرله مخې: په هغې غونډه کې چې له همدې امله په چغچران ښارکې جوړه شوې وه؛ د غور والي سيد انور رحمتي د انتخاباتو د ترسره کولو په ورځ د امنيت د تامينولو په لاره کې د امنيتي ځواکونو هلې ځلې وستايلې او ويې ويل: امنيتي ځواکونو وښودله چې په خپلواک ډول د خپل هيواد د امنيت د ساتلو او دفاع ځواکمني لري.
د غور والي د خپلو خبرو دوام ددغه ولايت دخلکو ميړانه چې د طالبانو له ګواښونو سره سره يې په انتخاباتوکې ګډون وکړه؛ هم وستايله.
دغور ولايت امنيه قوماندان جنرال دلاورشاه دلاورهم د انتخاباتو په ورځ د امنيتي ځواکونو ميړانه او کړه وړه وستايل .
په دې غونډه کې د غو د ولايتي شورا رييس فضل الحق احسان او د دغه ولايت يو شمېرخلکو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته