ټولنه

داوبو رسولو د دوو پروژو په بشپړيدو سره نهه سوه کورنۍ دڅښاک له اوبو څخه ګټه اخلي.

کابل –باختر د مرغومي دمياشتې ٦
دباميانو ولايت په مرکز کې داوبو رسولو د دوو پروژو دجوړولو کار پرون پيل شو چې په بشپړيدو سره به يې نهه سوه کورنۍ له هغه څخه ګټه واخلي.
دباميانو والي محمد طاهر زهير دباختر آژانس خبريال ته وويل : د اوبو رسولو د دوو پروژو دجوړولو کارد باميانو ولايت دمرکز دعيسي خان دښتي او په داودي کلى کې پيل شو.
ده څرګنده کړه :دغه دوه پروژې دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت له خوا دسلو مليونو دوه سوه څلور څلويښتو زرو افغانيو په لګښټ جوړيږي .
ده وويل : ددغو دوو پروژو په جوړيدو سره به څه دپاسه نهه سوه کورنۍ دڅښاک له روغتيايي اوبو څخه ګټه واخلى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته