ټولنه

په غزنې کې دپنځو پروژو دعملي کولو قراردادونه لاسليک شول

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٥ نيټه  :
په غزني ولايت کې  دپنځو پروژو عملي کولو کار پرون   دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  وزارت  داوبو رسولو دملي پروګرام له  خوا پيل شو.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت وياند اکبر رستمي نن دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو پروژو داوبو رسولو دشبکو او دپلونو اوپلګوټو  جوړول  او دسړکونو ساتنه او څارنه شامله ده   چې دغزني ولايت په کچه عملي کيږي .
دده دڅرګندونو له مخې، ددغو پروژو لګښت دخلکو په سلو کې  دلسو په ونډې سره څه دپاسه ٢٩ ميليونه افغانۍ اټکل شوي دي چې داوبو رسولو دملي پروګرام له خوا ورکول کيږي.
پاى   ف ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته