فرهنګ

د ځوانانوچارو معين: د پکتيکا ولايت لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې نيول شوي دي

کابل باختر  دوري ديارلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو معين ډاکتر کمال سادات څرګنده کړه چې د جمهوري رياست د لارښوونې له مخې، په روان کال کې د پکتيکا ولايت لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې نيول شوي دي چې دغه پروګرامونه  تر راتلوونکو څو اوونيو پورې عملي کيږي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه ټکى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانوچارو معين په هغې غونډه کې چې د ځوانانو په چاروکې د جمهور رييس د سلاکار شميم کټوازي او د ځوانانو چارو معينيت د رييسانو په ګډون جوړه شوې وه؛ بيان کړ.
په دې غونډه کې ډاکترکمال سادات زياته کړه چې د ځوانانو چارو معينيت په روان کال کې په پکتيکا ولايت کې په فرهنګي، ټولنيزو او روزنيزو برخوکې څه ناڅه  لس پروګرامونه عملي کوي .
د ده د څرګندونوله مخې:  په پکتيکا ولايت کې د اغيزمنو پروګرامونو تطبيقول  د دغې ادارې د اساسي پروګرامونو يوه برخه ده او د پکتيکا ولايت له هغو ولايتونو څخه شميرل کيږي چې دغه شان پروګرامونو ته اړتيا لري .
دغه راز د ځوانانو په چاروکې د جمهوري رياست سلاکار شميم کټوازي هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او ويې ويل چې د هېواد د جمهور رييس له لارښوونې سره سم بايد ډير ژر په پکتيکا ولايت کې اغيزمن او بنسټيز پروګرامونه ترسره شي .
ده زياته کړه چې جمهوري رياست په دغه ولايت کې د بنسټيزو پروژو او پروګرامونو ملاتړ کوي .
د ده د څرګندونوله مخې: د تحصيلي بورسونو تنظيمول، د فرهنګي کورونو جوړول او د پوهاوي د اغيزمنو پروګرامونو ترسره کول په دغه ولايت کې د دوى د پروګرامونو يوه برخه ده .
  دا په داسې حال کې ده چې جمهوري رياست تېرکال ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه کړې وه چې په ١٣٩٦ لمريزکال کې د پکتيکا ولايت لپاره زيات او ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندې ونيسي، ترڅو د پکتيکا ولايت چې په تيرو څو کلونوکې له ټولنيزې سوکالۍ څخه بې برخې پاتې شوى دى؛ په ټولنيزو او فرهنګي برخوکې د مثبتو بدلونونو شاهد وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته