کابل باختر ددسلواغې دمياشتې ٨ :
په قندهار ښارکې يوه موټر سايکل سپاره ځانمرګي يرغلګر پرون له هغه وروسته چې پوليسو ورته د دريدو امر وکړ؛ خپل چاوديدونکي توکي وچول چې له امله يې يو پوليس شهيد شو.
د قندهار د والي ويندوى ددغه خبر په تائيدولوسره باخترآژانس ته وويل: دغه پيښه تېر ماښام د قندهار ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتوکې د ميرويس نيکه ليسې ته څېرمه رامنځته شوه .
ده زياته کړه چې په همدې ساحه کې يوه موټرسايکل سپاره ځانمرګي يرغلګرخپل چاوديدونکي توکي وچول چې له امله يې يو پوليس شهيد شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ