سیاست

جمهوررئیس غني له ځوانانو سره په کتنه کې: د افغانستان ښه راتلونکی ستاسو په یووالي کې نغښتی دى

کابل باختر دسلواغې  نهمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د مرکز په ګډون د هېواد د بېلابېلو ولایتونوله ځوانانو او د مدني بنسټونو له استازو سره د ځوانانو د ملي یووالي  او د افغانستان نوي مشارکت بهیر د پیاوړتیا په ګډ پروګرام کې ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
په دې غونډه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د ملي یووالي د پیاوړتیا بهیر استازې فرزانه علي زاده په هېواد کې د تعلیمي او تحصیلي ظرفیتونو لوړولو، الله محمد ځیرک د شغلونو د ایجاد، د فساد له منځه وړلو او د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا، رامش سالمي د ملت جوړولو پروسې، د نوي مشارکت جریان استازي راجوسنګ په افغانستان کې د ملت جوړولو د پراختیا په اړه خپلې برابرې شوې طرحې او  د ملي یووالي پیاوړتیا بهیر رئیس محمد هادي عالمي د یاد بهیر او راتلونکو پرواګرامونو په اړه معلومات شریک کړل.  
دغو ویناوالو وویل، موږ  غیر سیاسي او اکاډمیکه ټولنه یوو چې دهيوادپه دننه او بهر کې له هیڅ سیاسي حرکت سره اړیکې نه لرو، ځکه زموږ طرحې سیاسي نه، بلکې انکشافي، اصلاحي او ملي موخې تعقیبوي. هغوی ضایع شویو فرصتونو ته په اشارې وویل، ټول لوري باید د جمهور رئیس په رهبرۍ او مدیریت له برابرو شویو فرصتونو څخه د زياتې استفادې لپاره د حکومت ملاتړ وکړي. 
هغوی څرګنده کړه، زموږ ټینګ ملي یووالی او د نظام ملاتړ له ناورین او شته ستونزو څخه د وتلو ښه لاره ده او د ګوند، قوم، نژاد او سمت په نامه د امتیاز او باج اخیستلو لړۍ له منځه وړلو پرته هېواد ثبات ته نشي رسېدلی.
ښاغلي راجوسنګ وویل، خوښ یم چې له خپلو نورو هېوادوالو سره تر یو بیرغ لاندې د هېواد د ښه راتلونکي لپاره هلې ځلې او ګډ کار کوم. هغه زیاته کړه، په خپل افغانیت ویاړم او د افغانستان د پرمختګ او ښه راتلونکي لپاره هر ډول خدمت او قربانۍ ته چمتو یم.
هغوی له جمهور رئیس څخه د ادارې د ځوانولو او ځوانانو ته د پاملرنې او پر هغوی د باور له امله مننه وکړه  او د ځوانانو پر وړتیا باور یې د ستونزو د اساسي حل لپاره ګټور وباله  او په ټینګار یې وویل چې د پرمختللي افغانستان او د قانون د حاکمیت لپاره د نظام ملاتړ کوي.
د ځوانانو د ملي یووالي او د افغانستان نوي مشارکت بهیر د پیاوړتیا ګډ پروګرام ویناوالو د شته ستونزو درک ته په اشارې وویل، ځوانان به هیچاته د واحد افغان ملت د وېشلو او پاشلو اجازه ورنکړي او په ګډه به د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره کار وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د دوی د ویناو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د جمهوریت روغتون تر څنګ د پروني تروریستي برید له امله د افغانستان خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ویلو پرمهال وویل، زموږ دښمنان له جنایتونو، وژنو او وحشت پرته نور هیڅ نه لري.
جمهور رئیس غني ځوانانو ته په خطاب کې وویل، په کابل کې د ترهګرو له نننۍ ناتار وروسته دلته ستاسو حضور د دې عظیم ملت ټینګه اراده ښیي، ځکه تاسو د شخصي غوښتنو نه، بلکې د یووالي او ګډ کار لپاره راغلي یاست. هغه زیاته کړه، تاسو د امید استازي یاست، ځکه د دښمن د جنایتونو، وژنو او نابودۍ پیغام په مقابل کې پر ژوند او هیله مندۍ باور لرئ.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، له تاسو سره په نننۍ غونډه کې ګډون زما غم کم کړ او افغانستان له میراثي بحرانونو څخه د وتلو، د اسیا په زړه، څلور لاره او نه بېلېدونکې برخه د بدلېدو په حال کې دی. هغه زیاته کړه، د افغانستان د نن او راتلونکي لپاره ستاسو د ګډ کار ژمنتیا ما، هېوادوالو او لومړۍ مېرمن ته لویه او ارزښتناکه هدیه ده.
جمهور رئیس د ادارو ځوانولو ته په اشارې وویل، دا لا د کار پیل دی او د دې ملت مدیریت او زعامت تاسو ته تسلیمېږي، ځکه تاسو د ملي یووالي استازیتوب کوئ او تاسو د دې وطن هغه ګلان یاست چې هیڅ خزان مو نشي مړاوي کولی. هغه زیاته کړه، تاسو د افغانستان د معاصر نسل په توګه فرصت او خطرونه دواړه لرئ.
هغه زیاته کړه، فرصت دادی چې تاسو عقده نه، لیدلوری او یووالی لرئ او هیڅوک مو نشي وېشلی. د افغانستان ښه راتلونکی ستاسو په یووالي کې نغښتی دى.  هغه زیاته کړه، نړۍ مو په عقل او منطق قانع کړه او نن زموږ د داعیې حقانیت مني او د افغانستان دښمنان تربل هر وخت زیات په تجريد کې دي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، زموږ ستونزه داده چې لا هم فرصتونه نه درک کوو او لویه توطیه داده چې ما په وړو مسایلو کې بوخت وساتي  چې د غازي امان الله خان ناتمام فصل هماغسې نیمګړی پاتې شي. هغه په ټینګار سره وویل نظام یوازې په اصولو او قوانینو چلېږي نه په فردي غوښتنو او سلیقو، نو موږ باید د قانون په رڼا کې ګډ کار وکړو.
جمهور رئیس غني له ځوانانو څخه له دې امله مننه وکړه چې د فعال او قانونمند اقتصاد اړتیا یې درک کړې. هغه زیاته کړه، له مارکېټ لرلو او جوړولو پرته د دولت او ملت جوړولو پروسه ناشونې ده او په دې برخه کې ستاسو وړاندیزونه د قدر وړ دي.
جمهور رئیس وویل، دولت باید ځوان شي، ځکه زموږ  ټولنه ځوانه ده او تر هغو چې دولت د ټولنې له غوڅ اکثریت سره همغږىنه وي، نو واټن رامنځته کېږي چې د دولت او ټولنې ترمنځ دغه رامنځته کېدونکی واټن ځوانان لنډولی شي. هغه زیاته کړه، زموږ د کار معیار باید دوامداره تغیر او لاسته راوړنې وي.
د هېواد جمهور رئیس یو پر بل د ځوانانو باور پر قوم، سمت، نژاد، مذهب او وړو ډلو د وېش د مخنیوي لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه، ستاسو اړیکې، باور او متقابل درناوی د هېواد ښه راتلونکی تضمینوي. زه پر تاسو باور لرم او تاسو پر خپل راتلونکي باور وکړئ.
جمهور رئیس د مالیزیا د لومړي وزیر فرضیې ته په اشارې وویل، موږ سالمو سترګو ته اړتیا لرواو هغه تاسو یاست. دا ستاسو مسوولیت دی چې د افغانستان موقعیت له ترهګرۍ، نشه یي توکو او مافیا څخه د اسیا زړه، د هند دروزاې او د سیمې د همکارۍ په مرکز بدل کړئ.
په پای کې د ملي یووالي پیاوړتیا بهیر او د مدني بنسټونو غړو جمهور رئیس ته ستاینلیک او د افغانستان د خلکو د نوي مشارکت بهیر غړو ورته د ملت جوړولو پروسې کارت ډالۍ کړل.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته