ټولنه

پنجشيرولايت ته دوارداتي بريښنا ليږدونه

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ١٥ :
ټاکل شوې ده په  نږدې راتلوونکي کې  وارداتي بريښنا د پنجشير ولايت ته  وليږدول شي .
دپنجشيردولايتي شورا رئيس عزم الدين مرزايي  وايي ؛ په هغې کتنه کې چې  له قدرت الله دلاوري سره په کابل کې وشوه ، دشپاړلسو ميګاواټو په ظرفيت دوارداتي بريښنا دليږدونې  په باب خبرې شوې دي.
د پنجشير د ولايتي شورادرئيس دڅرګندونوله مخې :
دبريښنا شرکت رئيس قدرت الله دلاوري ويلي دي  چې دپنجشيرولايت ته  دوارداتي بريښنا  دليږدونې په موخه به  له هيڅ راز هڅو اوهاند څخه ډډه ونه کړي.
په همدې حال کې  دپنجشير ولايت  دبريښنا مسوول سيف الله غفوري وايي  يولړ مقدماتي کارونه  چې  په پنجشيرولايت کې دشبکې جوړول پکې شامل دي ددوى له خوا ترسره شوي دي.
دپنجشيرولايت  يوشمير خلکو  ددغه ولايت دولايتي شورا درئيس دهڅو اوهاند له امله دقدردانۍ په ترڅ کې دغه  ولايت ته دوارداتي بريښنا دليږدونې په برخه کې په دغه ولايت کې دبريښنا مسوولينو ته  دهمکارۍ  ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته