اقتصاد

دتاپي پروژه ډير ژر پيليږي .

کابل باختر دسلواغې  اووه ويشتمه :
دريو بهرنيو شرکتونوعلامندي  څرګنده کړې ده  چې دافغانستان له لارې پاکستان ته دترکمنستان  دګازو دليږدونې دپروژې  دعملي کولو کار په غاړه واخلي .
ټاکل شوې ده له ترکمنستان څخه دهند نيمې وچې ته دتاپي په نامه دګازو د ليږدونې پروژې اجراکول ډير ژر پيل شي .
دافغانستان دکانونواو پتروليم وزير داودشاه صبا دالمان له دويچه ويله راډيو سره په ځانګړي مرکه کې وويل چې دتاپي دپروژې دغړو هيوادونو داستازو په شلمه غونډه کې چې دتيرې چارشنبې په ورځ  په اسلام اباد کې جوړه شوه موافقه وشوه چې تر دوو مياشتو پورې دې ددغه کنسرسيوم رييس وټاکل شي .
ده وويل په راتلوونکې کې به موږ دنل ليکې دغځولو او دهغې دمديريت لپاره دکنسرسيوم ديوه مشر دانتخاب په باب کار وکړو .
په کابل کې بله راتلوونکې  غونډه به دهمدې موضوع په باب تمرکزه وي .
ټاکل شوې ده دتاپي دمشرتابه هيئت يوويشتمه غونډه په راتلوونکي مياشت کې په کابل کې جوړه شي .
له ترکمنستان څخه دهند نيمې وچې ته دګازو دليږدونې پروژه يوه نوې پروژه ده چې ترکمنستان ، افغانستان ،پاکستان او هند پکې ونده لري .
ددغې پروژې عملي کول چې خبرې يې په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې پيل شوې په افغانستان او پاکستان کې دناامني په دليل تراوسه پورې حڼډلي  دي .
ددغې پروژې دتطبيق  لپاره د(تاپي پايپ  لين لمتد په نامه يو کنسرسيوم جوړ شوى دى چې څلور هيوادونه پکې ونده لري )  .
دافغانستان دکانونو او پتروليم وزير وايي غړو هيوادونو دګازو په پيراو پلور او دپروژې دتطبيق دچوکاټ  په باب موافقه کړې ده او داسيا پرمختيا بانک چې دپروژې  تمويلوونکى دى هم دکار له پيلولو سره موافقه کړې ده .
دتاپي دپروژې لګښت اته مليارده ډالره اټکل شوى دى چې يوه برخه يې داسيا پرمختيا بانک ورکوي او څلورشرکتونه هم له دغې نل ليکې  څخه دګټې اخيستنې  په تناسب پانګونه پکې کوي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته