امنیت

دکندز ولايت پوليسو نن يو ماشوم د انسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد کړ .

کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
دکندز ولايت پوليسو نن  يو ماشوم د انسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد کړ .
دکندز ولايت امنيه قوماندان  جنرال محمد قسيم جنګل باغ دباخترآژانس  خبريال ته وويل : پنځه کلن ماشوم نظيف الله   دوه ورځې مخکې  ددوى  دکور په وړاندې د انسان تښتوونکوله خوا  وتښتول شو  او  انسان تښتوونکو دده دخوشي کولو په بدل کې  چې پلار يې داستيناف محکمې يو قاضي دى  دپيسو غوښتنه کړې وه .
جنګل باغ څرګنده کړه  دکندز پوليسو دځانګړو عملياتو په بهېرکې دغه ماشوم دانسان تښتوونکوله منګولو څخه آزاد کړ.
ده زياته کړه  انسان تښتوونکي په تيښتې بريالي شول  خو انسان تښتوونکي دپوليسو له خوا پيژندل شوي  او ترتعقيب لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته