ټولنه

د بلخ ديني عالمانو ديني مدرسو ته د دولت د پاملرنې غوښتنه وکړه

مزارشريف باختردليندۍ دمياشتې٢٩  نيټه  :
په بلخ ولايت کې د ديني علومو د مدرسې عالمانو او استادانو پرون له دولت
څخه د ديني علومو د مدرسو حالت، عالمانو، زده کوونکو او په دولتي بنسټونوکې د هغوى جذب د حالت  ښه والي ته د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د بلخ  ولايت  د اخوت شورا غړي او د اسديه دارالعلوم رئيس مولوي ذبيح الله  حقجو چې د دغه دارالعلوم د دوه سوه تنو فارغانو د فراغت په مراسموکې خبرې کولې؛ د سولې او امنيت په تامينولوکې د عالمانو او د جوماتونو د امامانو رول  ضروري وباله او ويې ويل: که چيرې دولت په رښتني توګه غواړي چې په هېواد کې سوله اوټيکاو تامين شي؛ بايد له ديني عالمانو سره سلامشوره وکړي او عالمانو ته دې په حکومت کې اساسي رول ورکړي او هغوى دې په دولتي بنسټونوکې  جذب کړي.
دغه راز د بلخ د ديني عالمانو د مدرسو يوشمېر استادانو هم د ديني علومو د مدرسو او په  دغو مرکزونوکې درسي سيستم ته د دولت د نه پاملرنې له امله  سر وټکاوه او ويې ويل: يو له هغو علتونو څخه چې د ديني علومو محصلان له هېواد څخه بهر ته ځي او د افراطي ډلو ښکار کيږي؛ د ديني علومو مدرسو او درسي سيستم او د عالمانو  حالت ته د دولت نه پاملرنه ده .
د اسديه دارالعلوم دوو تنو فارغانو کوثر انصاري  او فتانې حقجو هم  هغوى
ته د کار د نشتوالي اوپه دولتي بنسټونو کې د نه جذب له امله شکايت وکړ     
او له دولت څخه يې د خپلو ستونزو د څيړنې او حل کولو غوښتنه وکړه .
د اسديه دارالعلوم په بلخ ولايت کې يوه ستره ديني مدرسه ده چې څه د پاسه درې زره تنه نجونې او هلکان پکې په زده کړې بوخت دي .
پاى   ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته