سیاست

دبهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمي رسول له خپل ترکېي سيال سره په ټيلفوني خبرو کې دافغانستان دسولې اوامنيت په لاره کې دترکې عسکرو دسردزيان په مناسبت ډاډګيرنه څرگنده کړه

کابل باختردکب دمياشتې ٢٧ :

دبهرنيوچارو وزير ډاکترزلمي رسول نن غرمه په ټيلفوني خبرو کې  دافغانستان ددولت اوخلکو دډاډګيرنې  اوخواخوږي مراتب  دترکېې  دهغو دولسوتنو عسکرو دوژل کېدو له امله چې  دجمعې په ورځ په کابل کې ديو هليکوپتر په ټکر کې ووژل شول دترکېي دبهرنيو چارو وزير احمدداود اغلو ته څرگند کړل.

دغه رازډاکتررسول دافغانستان ددولت اوخلکو په استازيتوب دافغانستان  دسولې دامنيت په لاره کې دترکې عسکرو دقرباني اوپه وروستۍ لسيزه کې دافغانستان په بياجوړولو کې دترکېې دسخاوتمندانه مرستو له امله مننه وکړه.

ډاکترزلمي رسول اودترکېې دبهرنيو چارو وزير داود اوغلو دترکې عسکرو وژل کېدل ، دواړو هيوادونو ته ګډ غم وباله .

دترکېې دبهرنيو چارو وزير دافغانستان په وړاندې دترکېې دوامداره ملاتړ اومرستي په ډاګه کړي .

ديادونې دوړده چې دايساف په چوکاټ کې په افغانستان کې دترکېې دپوځي شتون ترڅنګ  دامنيت اوپرمختيا په برخه کې دافغانستان لپاره دترکېې سخاوتمندانه اودوامداره مرستي زموږ دملتونو ترمنځ دتاريخي دوستي او ورورولۍ په کلک بنسټ  تکېه لري

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته