کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٣
يو ځانمرګى بريدګر په کونړ ولايت کې هدف ته له رسيدو مخکې د پوليسو له خوا ونيول شو.
د کونړ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخيل باختر آژانس ته وويل: دغه سړى محکم خان نوميږي او د کونړ ولايت د ناړې ولسوالۍ اصلې اوسيدونکى دى چې هدف ته له رسيدو مخکې دپوليسو له خوا ونيول شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: تر اوسه معلوم نه دى چې هغه څه هدف درلود؟
0 د یوې دقیقې څخه لږ